دوشنبه / ١٣٩٧ / تله - ٢ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٤

د نجونو پرمخ ښوونځي د امنیتي ستونزو له‌کبله تړل شوي دي

٧ لیندۍ ١٣٩٦ 




یونیسف اداره وايي، چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د نورو ولایتونو په پرتله لږ شمېر نجونې ښوونځیو ته شاملیږي.
د دې ادارې د معلوماتو له‌مخې، هر کال په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ۶۰ سلنه، په کونړ کې ۵۷ او نورستان کې بیا ۳۰ سلنه نجونې ښوونځيو کې شاملیږي.

د بشري حقونو څار اداره افغان حکومت ته سپارښتنه کوي، چې له بهرنیو مرستندویانو سره یو ځای د نجونو زده‌کړو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
دغه اداره وایي، افغان حکومت باید په هغې تګلارې کار وکړي، چې له‌مخې یې کورنۍ په اجباري ډول خپل ماشومان ښوونځي ته ولیږي؛ ترڅنګ یې باید هغه پرېکړه جدي وګڼي، چې بهرني او ملي امنیتي ځواکونه ښوونځي د پوځي اهدافو له‌پاره ونه کاروي .

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm