چهارشنبه / ١٣٩٧ / وږی - ٢٨ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ١٩

د مدني ټولنو په مرسته د I labs ټکنالوژۍ پروګرام په برخه کې تخلیق

٧ لیندۍ ١٣٩٦ 




د خپرونې میلمه عبدالرحمن ناصري وايي، افغانستان تېرو څو کلونو کې د ټکنالوژۍ په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري؛ یوازې یوه بېلګه یې د لوګر ولایت ۸۰ سلنه خاوره له ټیلیفوني او انټرنیټي پوښښ لاندې ده، هیله‌من یو په کم وخت کې به ټول ولایت د دې خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.

دغه راز عمر منصور وویل، په ټولنیزو ازمایښتي پروګرامونو کار روان دی، چې په هغه کې د مدني ټولنې غړي او د ټکنالوژي سټار(د ټکنالوژي په ډګر کې نوښت راوړونکي) یو ځای کار کوي. دغه دوه ډلې د دې په موخه یو ځای کار کوي، چې ننګونې تشخیص او د حل لارې ولټوي او وړاندې یې کړي؛ بلاخره وړاندیز شویو حل لارو ته د اپلېکېشن، سافتویر او محصولاتو له لارې وده ورکړي. 

د همدې خپرونې بل ګډونوال مسیح الله ستانکزي وویل، په افغانستان کې له پرمختللې ټکنالوژۍ ګټنه د اسانتیاوو سبب شوې او که په هره اداره کې د ټکنالوژي سره بلد اشخاص ولرو؛ له شک پرته د ادارې په چارو خپل مثبت اغېز کوي.

دی زیاتوي، د ټکنالوژۍ په برخه کې زیاتره ځوانان بوخت دي او په دې برخه کې مجربه ځوانانو لرو؛ هغوی چې په دې مسلک کې له زړه کار کوي؛ د نورو مرستو ته دې نه په تمه کېږي او لاس په کار دې شي، دولت ته دې وږه ورکړي.

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm