چهارشنبه / ١٣٩٧ / تله - ٤ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٦

د افغانستان په ټاکنیز سیستم کې جنسیتي مسله څومره په پام کې نیول شوې؟

٧ لیندۍ ١٣٩٦ 




ټاکنو کې د مېرمنو ګډون په موضوع راسره د خپرونې د میلمنو څرګندونې لوستلی شئ.

نادیه باوري: په تېرو ټاکنو کې د درغلیو او نه روڼتیا له‌کبله مېرمنې زړه نه ښه کوي او په راتلونکي کې ښايي په ټاکنو کې د مېرمنو ګډون شمېر نور هم راټیټ شي.

بسم الله ارمان: د زیاترو مېرمنو بې‌سوادي، د امنیت نشتوالی، کلتوري محدودیتونه او د پېژندپاڼو نه لرل او ځينې نور د دې لامل شوي، چې  په مرکز کې هم مېرمنې په نوماندۍ او رایې ورکونې کې پاتې راشي.

نعت بي بي: مېرمنو ته کم حق ورکول کېږي، ځکه مېرمنو په تېرو ټاکنو کې په زیاته کچه برخه نه وه اخیستې او راتلونکې کې باید د مېرمنو ګډون سلنه زیاته شي.
 که د مېرمنو پر وړاندې د کمېسیون له‌خوا همداسې سیسټم دوام ولري، نو دوی به په لاریونونو لاس پورې کړي.

که څه هم د افغانستان په اساسي قانون او نورو قوانیونو کې د ښځو سیاسي حقوق د دولت له‌خوا حمایه شوي دي، مګر د قوانینو په پلې کېدو کي لا تراوسه محدویتونه شتون لري.

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm