دوشنبه / ١٣٩٧ / تله - ٢ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٤

په ټاکنو کې د برېښنايي پېژند پاڼو ارزښت

٧ لیندۍ ١٣٩٦ 




ټاکنو کې د برېښنايي پېژند پاڼو ارزښت موضوع مو له قدرمنو میلمنو سره په ګډه څېړلې، چې څرګندونې یې لاندې لوستلی شئ.

سمیع الحق الکوزی: زیاتره هغه خلک چې د افغانستان دوښمنانو له‌خوا لمسول کېږي؛ هغوی داسې فکر کوي، چې افغان یعنې یوازې پښتون، خو دوی په دې نه پوهیږي، که په برېښنايي پېژند پاڼو کې د قومونو نومونه ولیکل شي؛ نو افغانستان به تجزیه شي او دې بدبختۍ ته به لار پرانیزي او که په پېژند پاڼو کې افغان کلمه راوړل شي؛ دا مو د یووالي لامل کېږي.

طایر ځلاند: دې کې هېڅ شک نه‌ شته چې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش په مرکز کې ځینې کسان په فساد کې لاس لري. طرحې یو ډول لیکل کېدې؛ پرنټ کېدې بل ډول! ځینو کسانو له اندازې ډېر لوړ معاشونه اخیستل او ځينې کسان بیا چې غیرمسلکي وو، د ځینو خاصو کړیو له‌خوا پدې اداره کې په دندو وګومارل شول چې دا پخپله د فساد روښانه بېلګې دي.

د برېښنايي پېژند پاڼو وېش یو ستونزمن بهیر دی، چې د دې کار له‌پاره لومړی باید یوه لازمه پالیسي جوړه شوی وای؛ وروسته په دې بهیر کار شوی وای، له بده مرغه ځینې سلیقوي برخوردونه وشول، چې اوسمهال یې دغه بهیر د ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړی دی.

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm