دوشنبه / ١٣٩٧ / تله - ٢ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٤

د اداري فساد پرضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز جوړېدو اړتیا

٧ لیندۍ ١٣٩٦ 




په دې خپرونه کې راغلیو قدرمنو میلمانو د اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز جوړېدو په اړتیاوو او موازي ادارو بحث کړی دی.

دوی وايي، چې د اداري فساد پدیدي سره بریالۍ مبارزه یوې پياوړې سیاسي ارادي ته اړتیا لري، چې باید دغه اراده عملا رامنځته شي؛ تر هغو چې د فساد ختمولو په اړه د حکومت مشرانو له خوا قوي سیاسي اراده رامنځته نه شي؛ د ختمولو په موخه یې د مرکزونو، ادارو او شوراګانو جوړول هېڅ ګټه نه شي کولی.

د چارو کارپوهان او مدني ټولنو یوشمېر فعالان وايي،  مخکې تر دې هم ډېر داسې مرکزونه جوړ شوي دي؛ چې اداري فساد سره مبارزه وکړي. زیاتوي، نه یوازې دغه ادارې د فساد ختمونو او کچې په راکمولو کې مثبت ثابت شوي نه دي؛ بلکې ستونزې یې جوړې کړي او د فساد زیاتوالي لامل شوي دي.

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm