چهارشنبه / ١٣٩٧ / وږی - ٢٨ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ١٩

د اداري فساد پرضد مبارزې په اړه د یوې شورا جوړول

٧ لیندۍ ١٣٩٦ 




په دې خپرونه کې مو په دې خبرې کړي دي، چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د شوراګانو، بنسټونو او ادارو ایجادول د دې پدیدې په ختمولو کې څومره مرسته کولی شي.

د اداري فساد پرضد د مبارزې ادارې مسوولان وايي، چې دوی په دې برخه کې خورا زیات تلاش کړی دی او لاس ته راوړنې هم لري.

خو مدني فعالان بیا د فساد پدیدې سره د مبارزې په برخه کې د دې شورا او ورته نورو ادارو ایجادول اغېزمنه چاره نه ګڼي؛ ځکه دوی وايي، چې له دې مخکې د اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره او نورې ادارې جوړې شوې وې؛ چې باید محسوسه پایله یې ورکړې وی؛ بدبختانه داسې ونه شول. د مدني ټولنو فعالان وايي، د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې وروستۍ شورا چې جوړه شوې او مشري یې ولسمشر کوي او دغه راز ډېر نور حکومتي چارواکي په کې ګډون لري؛ هېڅ کله به ونه شي کولی، چې د هغو زورواکو او ټوپک سالارو له فساده پرته پورته کړي، چې تر ستوني په فساد کې ښکېل دي.

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm