سه‌شنبه / ١٣٩٧ / تله - ٣ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٥

په عدلي او قضایي بنسټونو کې د ښځو ونډه

٧ لیندۍ ١٣٩٦ 




د مدني ټولنو یوشمېر فعالان وایي، چې په عدلي او قضايي چارو کې ښځو ته لکه څنګه چې لازمه ده ونډه نه ده ورکړل شوې، دوی وایي، سره له دې چې د ملي یووالي حکومت ژمنه کړې وه، چې په عدلي او قضايي ادارو کې به ښځو ته د پراخې ونډې زمینه برابروي؛ خو په دې ژمنه یې عمل نه دی کړی.

بل خوا د عدلي او قضايي چارو یوشمېر کارپوهان وایي، چې حکومت ښځو ته په عدلي او قضايي ادارو کې د کار کولو زمینه مساعده کړې، خو په خبره یې ستونزه پخپله د کورنیو یا ښځو ده، چې نه غواړي کار وکړي.

دوی وايي، په افغانستان کې کلتوري او دودیز مسایل له کوره بهر د ښځو د کار کولو پر وړاندې ستونزې پيدا کوي.

د عدلي او قضایي چارو د کارپوهانو په خبره ځينې ښځې یوازې د سند ترلاسه کولو له‌پاره درس وایي او کله چې زده‌کړې سرته ورسوي په کورنیو کېني او دغه راز کورنۍ یې دوی ته په دفترونو کې د کار اجازه نه ورکوي.

د بحث پر موضوع د عدلي او قضايي چارو کارپوه او دغه راز مدني فعال په دې اړه وېشلي نظرونه درلودل.

د مدني فعال په اند، حکومت ښځو ته په عدلي او قضایي بنسټونو کې د کار کولو زمینه نه مساعدوي؛ خو د عدلي چارو کارپوه بیا وايي، ستونزه د حکومت نه بلکې د کورنیو ده، چې خپلو مېرمنو ته دفتري کار په خاطر اجازه نه ورکوي.

د غږیز پیغام شمېره: ۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm