چهارشنبه / ١٣٩٧ / تله - ٤ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٦

کابینه کې د ښځو ونډې په اړه د ملي یووالي حکومت ژمنې څومره عملي شوي؟

٧ لیندۍ ١٣٩٦ 




دې خپرونه کې په کابینه کې د ښځو د حضور په هکله خبرې شوي دي. د خپرونې ګډونوال وایي، سره له دې چې په ځینو برخو کې د مېرمنو په ونډې سترګې پټې دی نه شي، خو په کابینه کې بیا د ښځو ونډه لږ کمرنګه دی.

د ښځو حقونو یوه فعاله او د پوهنې وزارت کارکوونکې وايي، سره له دې چې د ملي یووالي حکومت ژمنه کړې وه، په کابینه کې به ښځو ته ۳۵ سلنه ونډه ورکړي؛ خو په خبره یې دا مهال د ښځو ونډه یوازې ۱۰ یا ۱۵ سلنه ده.

په ورته وخت کې د مدني ټولنو یوشمېر فعالان هم وایي، چې ملي یووالي حکومت په کابینه کې ښځو ته د ونډې ورکولو په برخه کې په خپلې ژمنې بشپړ عمل نه دی کړی. خو د مدني ټولنو یوشمئر نور فعالان بیا وایي، حکومت په هره برخه کې ښځو ته پوره ونډه ورکړې او په خبره یې په تئرو څوارلسو کلونو کې د ښځو په ژوند کې د پام وړ بدلون هم راغلی دی.

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm