چهارشنبه / ١٣٩٧ / وږی - ٢٨ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ١٩

د معلولینو او معیوبینو قانون څومره عملي شوی دی

٧ لیندۍ ١٣٩٦ 




رابلل شویو میلمنو سره مو په دې خپرونه کې د معلولینو او معیوبینو په قانون خبرې کړي، چې ایا دا قانون څومره عملي شوی دی او عملي کول یې د کوم بنسټ دنده ده؟

د مدني ټولنو یوشمېر فعالان او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، چې دغه قانون په سمه توګه نه عملي کېږي او د دوی په خبره ځینې خلک حتا له دې قانونه ناخبره هم دي.

ورته وخت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مني، چې دغه قانون په سمه توګه نه دی عملي شوی. دوی وایي، چې د دې قانون عملي کول یوازې د حکومت دنده نه، بلکې مدني ټولنې، هغه ټولنې او سازمانونه چې د معلولینو او معیوبینو له‌پاره کار کوي او دغه راز عام خلک هم د دې قانون په پلي کولو کې مهم رول لري. د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، دغه قانون به ډېر ژر د تعدیلاتو په موخه ولسمشر ته ورولېږل شي.

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm