پنج‌شنبه / ١٣٩٧ / وږی - ٢٩ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٠

حکومت ولې د سیاسیونو او متنفذینو په مقابل کې متزلزل عمل کوي؟

١٧ لړم ١٣٩٦ 




له سیاسیونو او متنفذینو سره د حکومت پر چال چلند موضوع د خپرونې میلمنو سره ګړېدلي یو، چې دوی د بنسټیزو حقونو د شاخصونو په عملي کولو او یو شمېر نورو مسایلو ټینګار لري.

عرفان احمدزی : د اساسي قانون ۹۴ماده وايي: قانون هغه مصوبه ده، چې د ملي شورا دواړو جرګو تصویب او د رییس جمهور له‌خوا توشیح شوې. قانون باید د باصلاحیته شخص له‌خوا وضع شي. قانون باید عموما په ټولو پلی شی خو زموږ  هېواد د قانون په عملي کولو کې پاتې راغلی دی؛ چې لوی لامل یې څلور لسیزې جګړه ده. خو د ښاغلي اشرف غني په راتګ سره یو شمېر مهم اصلاحات راغلي لکه د کابل بانک فساد قضیې کې ښکېل افراد ونیول شول، بهرنۍ سیاست مو په مشخصو کړیو کې تعریف شو او دغه راز نور مهم کارونه هم وشول.

احمد شاه: عدالت د خلکو د حقونو برابری دی او هغه څه چې په اسلامي او وضعي قوانیونو کې د خلکو حق دی باید ورکړل شي. له بده مرغه د فساد کچه په نظامي او ملکي برخو کې زیاته ده. کله چې ظلم حاکم شي نو قانون یوازې په کمزورو عملي کېږي او زورواکي ارتې تڼۍ ګرځي. که د مشرانو له‌خوا د قانون په یو شان عملي کولو کې جدیت ونه شي ټولنیز عدالت نه رامنځته کېږي. بنا حکومت له سیاسیونو سره د قانون او حقونو پربنسټ چال چلند ولري او دغه راز متقابل لوری هم حقوقي برخودونو ته لومړیتوب ورکړي په خپلو چارو کې.

هر قانون او نظام د ژوندانه له‌پاره خپله فلسفه او عام فکر لري او د نیمګړي قانون او نظام د تطبیق له‌کبله په ټولنه که ستونزې زیاتيږي.

د غږیز پیغام شمېره: ۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm