دوشنبه / ١٣٩٧ / تله - ٢ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٤

آیا دولت د لاریونونو کنټرول او مدیریت له‌پاره چمتوالی لري ؟

١٧ لړم ١٣٩٦ 




په‌دې خپرونه کې څو هېوادوال د لاریونونو په مدني حرکتونو غږېدلي او ډېر یې په‌دې نظر دي چې لاریونونه باید سم مدیریت شي چې د اصلي موضوع نه د بلې موخې په پار ونه کارول شي.

عبدالواسع هڅیال: د مشروع غوښتني له‌پاره غږ پورته کول د هرچا حق دی، د لاریونونو د تنظیم له‌پاره په کار پوه مشرتابه ته اړتیا ده چي د لاریونونو څخه نور څوک ناوړه ګټه وانه‌خلي او مدني حرکت په بدوي حرکت بدل نه‌کړي.

احمدشاه قادري: زموږ په هېواد کي د لاریونونو مهار وخت ته اړتیا لري، ځکه موږ نوي دیموکراسۍ ته ننوتي یو او تراوسه هغه کسان، چی دغه  ډول حرکتونه د مدني هغو په نامه یادوي، خپله په‌دې نه پوهېږي چې څنګه لاریون وکړي او لاریون څه شرایط او کومي لاري چاري لري.

فیض محمدخان: دولت باید داسی مادې وضع کړي، چی د خلکو، لاریونوالو او دولت ګټه په‌کې نغښتې وي.
په وروستیو کي يې زه د دوو ګټورو مادو پلوي کوم او دغسې نورې مادې کولی شي چي لاریونونه مدیریت اود تاوتریخوالي مخه ونیسي.

عزت‌الله اکبري: عدالت غوښتنه د بې‌عدالتۍ پر وړاندې د خلکو حق دی،  مظاهرې په دوه ډوله دي، سوله‌يیزې مظاهرې او د امتیازاتو له‌پاره مظاهرې، د دوی ډول مظاهرو سره نه یوازې زه، بلکې هېڅوک هم نه‌دي موافق.

خالد مومند: په اساسي قانون کې خلکو ته د مظاهرو حق ورکړل شوی. د اعتراض فضا باید په افغانستان کی حاکمه وي، اعتراضونه یوه چاره یا یو بهیر بریا ته رسوي. ښاریان هم باید سم اعتراضونه وکړي. په‌خپلو کی سره همغږي وي. د اعتراض موضوع هم باید معلومه وي. داسې نه خلک د یوي موضوع له‌پاره راټول شي؛ خو بیا وروسته نور اړخونه پیدا کړي چې په‌دې ډول لاریونونو کې حقونه اخستل کېږي او لاریون هم خپل شفافیت له لاسه ورکوي.

مدني فعال نورالله حبیبي وایي: لاریونونه د خلکو اساسی حق دی چې خپل حق ته د رسېدو له‌پاره یې کوي. لاریونوال باید وسلې ونه‌لري، له بده‌مرغه چې زموږ هېواد کې لاریونونو بله بڼه غوره کوي او له لاریونوالو نه ناوړه ګټنه کېږي چې په پایله کې د ناسم مدیریت له امله لاریونونه په تاوتریخوالي اوړي.

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm