چهارشنبه / ١٣٩٧ / وږی - ٢٨ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ١٩

آیا دنګی ودانۍ د ګاونډیانو خصوصی حریم پر وړاندې سرغړونه نه‌ده ؟

١٧ لړم ١٣٩٦ 




په‌ وروستیو څوو کلونو کې د نوي ريژیم په راتګ سره هر چارواکي او زورواکي د خپلې وسې یو بل ټولنیز فساد هم کړی چې په‌خپله خوښه یې لوړې ودانۍ جوړې کړي. په‌دې خپرونه کې په همدې اړه د ځېنو ښاریانو نظرونه راخیستل شوي.

عبدالکریم زاهد: موږ دا منو چې په ځېنو برخو کې سرغړونې شوې او په اړه يې اقدام شوی؛ خو وايي، هر کار چې په ښارونو کې کېږي؛ د ماسټر پلان په بنسټ وي. پخوانی پلان و چې د اوسېدو او  سوداګريزې ساحې معلومې نه وي چې په وينا يي، دغه ټولې ستونزې په اوسني تفصلي پلان کې تر نظر لاندې نيولې.

نجیبالله زاهد: نړۍ د پرمختګ په حال کی دی او همدارنګه د خلکو نفوس هم ورځ تربلې زیاتېږي؛ نو اړتیا ده چې لوړۍ ودانۍ جوړې شي؛ خو که کورنۍ او چاپېریالي ستونزې پيدا نه‌کړي. 

آغامحمد قریشی: د ښار جوړښت په درې ډوله دی؛ صنعتي، سوداګریز او استوګنیځ. په نړۍ کې دنګې ودانۍ له کورونو څخه لېرې وي؛ خو له بده‌مرغه په افغانستان کې د زورواکیو له‌خوا په استوګنیځو سیمو کې دنګې ودانۍ د پیسو په بدل کې جوړې شوي چې دا زموږ د کلتور او فرهنګ سره په تضاد کې دي. د کنټرول له‌پاره یې رسنۍ مدني ټولنې او خلک  مسوول دي او خپل آواز باید پورته کړي؛ خو که په استوګنیځو سیمو کې څوک خپل کور یا ودانۍ جوړوي؛ خپلې کړکۍ د دګاونډي کورته نه پرېږدي. همدا ښاري فرهنګونه دي.

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm