سه‌شنبه / ١٣٩٧ / تله - ٣ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٥

د مامورینو حقونو په زیاتېدو سره به په هېواد کې د فساد کچه کمه شي ؟

١٧ لړم ١٣٩٦ 




د مامورینو حقونو زیاتوالي او دغه راز د فساد کچې په کمېدو یې اغېزه څه ده او په یو شمېر نورو اغېزو یې میلمنو سراه خبرې اترې کړي دي

حکمت نیازی: د کارکوونکیو حقوقو زیاتول د فساد کچې په کموالي خپل اغېز لري. د ریپوټونو له‌مخې د هېواد په عدلي او قضايي بنسټونو کې د فساد کچه تر نورو برخو زیاته ده. د دغې برخې مامورینو د حقونو زیاتوالی مثبت اغېز لري؛ خو د فساد بشپړ مخنیوي په برخه کې یوشمېر نورو اقداماتو ته هم اړتیا ده. د دې پدیدې نابودولو له‌پاره باید یو سیستم ایجاد شي. دغه راز فساد کوونکي له دندو ګوښه شي.

فریدالله احمدزی: د کارکوونکیو امتیازات او حقوق کم دي. که د هغوی حقوق ډېر شی نو څه نا څه به د فساد مخه ونیول شي. دغه راز د فساد مخنیوي په برخه کې د یو هراړخیز او ځواب ورکوونکي سیستم ایجاد دویم هغه مهم ګام دی، چې حکومت باید ورته پاملرنه وکړي.

کارپوهان په دې باور دي، چې په افغانستان کې تر یوې لسیزې جګړې او د نړیوالې ټولنې د میلیونو ډالرو مرستو له مصرف سره سره دا هېواد د اداري فساد په ګودال کې د غرقېدو په حال کې دی، چې د ناکراریو زیاتېدو او د اقتصادي پرمختګ خنډ لامل ګرځي.

دغه راز کلام مجید د فساد او بډو په اړه بشپړ صراحت لري او فساد یې حرام بللی دی. قران کریم په دې برخه کې وضاحت کړی دی، چې ای انسانانو تاسو حلال او پاک رزق وګټئ او په حلاله توګه یې مصرف کړئ.

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm