سه‌شنبه / ١٣٩٧ / تله - ٣ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٥

د پیسو سپینول څه ته وايي؟

١٧ لړم ١٣٩٦ 




په افغانستان کې د پیسو د سپینولو په اړه د چارواکیو او عامو وګړیو نظرونه راخیستل شوي، هیله ده ویې لولئ.

ایمل عاشور: د افغانستان بانک ویاند ایمیل عاشور په‌دې اړه وایي چې دا ستونزه شته او دلته په هېواد کې هغه خلک چې له ناقانونه لارې یې پیسې لاس ته راوړي او غواړي هغه په مشروع پیسو بدلې کړي؛ له هغوی سره به قانونی چلند کېږي او د قانون او مقررې له‌مخې به د دې ناوړه ښکارندې مخه نیول کېږي.

سید مسعود: په افغانستان کې دا یوه معمولې خبره ده، هغه پیسې چې له قاچاق، د نشه‌یي توکیو کار و بار او یا د بدن د غړیو خرڅلاو، د نجونو پلورلو یا د هغوی د استعمالولو له لارې کومې پیسې لاس ته راځي؛ بیا نو دوی هغه د مختلفو لارو په کارولو سره په مشروع بدلوي، لکه د ملکیت پېرل چې له څه مودې له‌پاره چې بیا هغه بېرته خرڅوي چې یوه لاره د نامشروع په مشروع بدلول دي، یا هغه په فابریکو کې په کار اچوي یا هم د بل چا په حساب کې هغه سپما کوي او بیا یې بېرته انتقالوي او د افغانستان په هوایي میدانونو کې په ډېرساده ډول له هېواده بهر لېږل کېږي چې په اسانۍ یې مخه نه نیول کېږي.

محمداشرف: تورې پیسې هغه پیسې دي چې د غصب، جبر، زور او ... له لارې لاس ته راځي، بیا پر هغو کار و بار شروع کړي چې دا پیسې سپینې کړي. دولت د دې امر په پلي کولو کې ډېر پاتې راغلی چې په‌دې برخه کې جدي اقدام یا مبارزه وکړي. دولت باید په‌دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي چې د تورو پیسو مخه ونیول شي او مافیایي کړۍ دولت ته لاره ونه مومي.

تازه‌ګل شاه: زما په اند، پیسې په دوه ډوله دي، یو تورې پیسې او بله هم عادي پیسې دي.  تورې پیسې په پاکیو پیسو نه بدلېږي. تورې پیسې اکثره د دولت د چارواکیو او کارکوونکیو له‌خوا لاس ته راوړل کېږي؛ نو دولت باید شفاف سیستم منځته راوړي.

بسم‌الله خان غرنی: پیسې په دوه ډوله دي، مشروع او نامشروع. نامشروع پیسې له بېلابېلو لارو څخه لکه غلا، اختلاس، قتل او ... څخه لاسته راځي. دا ډول پیسی هغه خلک ترلاسه کوي او کاروي چې زورواکي وي یا هم هغه کسان وي چې له دولتې موقفه استفاده کوي او هغه وخت دا تورې پیسې له منځه تللی شي چې د ټوپک زور له منځه لاړ شي او بله دا قوانین پلي شي.

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm