دوشنبه / ١٣٩٧ / تله - ٢ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٤

جنګ او ناامني په جنګ‌ځپلو ولایاتو یا سیمو کې د ښځو په ژوند څه اغېز لري؟

١٧ لړم ١٣٩٦ 




پر مېرمنو د جنګ اغېزو په اړه مو د ځېنو کسانو نظرونه پوښتلي چې دلته یې لوستلی شئ.

شیما زرګر: ناامنيو سل په سلو کې د لوګر په ښځو اغېز کړ‌ی‌دی. ناامنیو د ښځو په زده‌کړو، اقتصاد او پرمختګ حتمي اغېز لري؛ خو موږ په‌دې لټه کې یو چې د ښځو په ژوند کې مثبت بدلون راولو.

محمود مرهون: جنګ د مېرمنو په ژوند ډېره ناوړه اغېزه لري، هغوی له رواني ناروغیو سره مخوي او ګڼې نورې ستونزې ورته پېښوي، کله چې په داسې ناوړه وضعیت کې نارینه له کوره بېرون وي؛ نو مېرمنې په کور کې ډېر تشویش کوي چې کوم ځانمرګي کې ټپي نه‌شي، یا هم ژوند له لاسه ورنه‌کړي او دغه تشویشونه خپله یوه ستره ناروغي ده او کله چې مېرمن په‌دې وضعیت کې وي؛ نو خپل کورنۍ چارې هم نه‌شي ترسره کولی.

وحیدالله ژوندون: د جنګ یو لوی لامل په‌خپله خلک هم دي، ځګه دوی په‌خپله مخالفینو ته په‌خپل کور کی ځای ورکوي او راولي یې چې بیا وروسته عامو خلکو ته سرخوږی جوړوي. جنګ په ټولو بده اغېزه لري؛ خو په امیندواري مېرمنو تر بل هر چا زیات بد اثر کوي.

د دومره نړیوالو مرستو سره ـ سره لا هم د ناامنیو په ګډون، بې‌سوادي او وزګارتیا هغه څه دي چې په بېلابېلو ولایتونو کې ترې مېرمنې رنځ وړي.

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm