چهارشنبه / ١٣٩٧ / وږی - ٢٨ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ١٩

دولت کوم یو ته لومړیتوب ورکوي؟ اداري فساد سره مبارزې ته که له طالبانو سره جګړې ته ؟

١٧ لړم ١٣٩٦ 




د نوي لید په‌دې خپرونه کې له اداري فساد سره د مبارزې او له طالبانو سره د جنګ په لومړیتوبونو د څوو هېوادوالو نظرونه لولو.

عبدالله یادګار وایي: اداري فساد د امنیتي ځواکونو وړتیاوې راټیټوي او طالبان د جګړې په ډګر کې پياوړي کوي. د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، د امنیتي ځواکونو ځېنې جګړه‌ییز وسایل په طالبانو پلورل کېږي چې د همدې فساد له امله د جنګ په ډګر کې د امنیتي ځواکونو مورال کمزوری کېږي.

سردارمحمد: د فساد په اړه له ډېرې مودې راهیسې کار شروع دی. د افغانانو له‌پاره لویه ننګونه فساد دی؛ خو له بده‌مرغه چې د فساد له منځه وړلو په تړاو تګلاره باندې له سره کار نه‌دی شوی. د فساد له منځه وړلو له‌پاره قوي اراده په کار ده، کار دې اهل کار ته وسپارل شي، د مکافاتو او مجازاتو اصل دې تطبیق او قانون دې په ټولو یو ډول پلی شي.

حفیظ نصرت: زموږ په قانون او پالیسۍ کې ه‌څ‌ډول ستونزه نه‌شته، دا چې ولسمشر د فساد د منځه وړلو له‌پاره کومه پالیسي جوړوي؛ باید جدي او عملي وي. د د قانون اصل باید تطبیق شي. فساد د جنګ لامل دی او په هغو ولایتونو کې چې جګړه روانه ده؛ یوازینی لامل یې فساد دی. لوړپوړي امنیتي مسوولان په فساد ککړ دي.

خالد مومند: د اداری فساد له موجودیته انکار نه‌شو کولی، اداری فساد شته؛ خو نه په لوړه کچه، ځېنې کړۍ شته چې د فساد له‌پاره خپله زمینه برابروي چې عام خلک هم د فساد سره روږدي کړي. همدارنګه د جنک او جګړو لوی لامل دی.

د اروپايي ټولنې د دغو څرګندونو په تړاو تراوسه پورې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست څه نه‌دي ویلي.

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm