سه‌شنبه / ١٣٩٧ / تله - ٣ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٥

ایا د ټاکنو کمېسیونونو د ټاکنیز نظام د سمون کمېسیون وړاندیزونه عملي کړي؟

١٧ لړم ١٣٩٦ 




د نوي لید په‌دې خپرونه کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د بدلون او هغو ته د شویو وړاندیزونو د عملي‌کېدا په اړه د هېوادوالو نظرونه راخیستل شوي دي.

روح‌الله ارمان: زموږ موندنې دا ښیي چې د دوو کلنو په تېرېدو سره د ټاکنیزسمون له ۱۱ وړاندیزونو څخه یوازې يو يې چې هغه د کمېسیونونو د غړیو بدلون دی؛ په بشپړه توګه عملي شوی‌دی.

وسیمه بادغیس: هغه مسایل چې په ټاکنیزو کمېسیونونو پوری اړوند دي؛ ځېنې له هغو مواردو څخه عملي شوي او ځېنې نور به یې په راتلونکي کې عملي  شي.

فایق مومند: ټاکنې د امریکا په لاس کې دي؛ که هغه یې وغواړي یا نه؛ خلکو په ټاکنو باندې خپل باور له لاسه ورکړی او پښېمانه هم دي چې په تېرو ټاکنو کې یې ګډون کړی‌و.

شهیر سهاک: په اوسني نظام کې بنسټیز اصلاحان نه‌شته او دوی هم نه غواړي چې دا نظام ثابت پاتې شي.

د پيغام په نوم د خبریالانو څېړنیز مرکز د راپور پر بنسټ، ډېرې مرکه‌کوونکيو او په ځانګړي توګه په ټاکنو د څار بنسټونه په ټاکنو کې د سمون څخه خوښ نه‌وو.

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm