سه‌شنبه / ١٣٩٧ / تله - ٣ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٥

ولی د فرخندي قضیه نه تړل کېږي؟

١٧ لړم ١٣٩٦ 




د فرخندې په  قضیه کې باید څارنوالان او قاضیان دې ټکي ته هم متوجه وي چې دا یوازې ساده قتل نه و، بلکې دا له ښځو سره د تاوتریخوالي یوه بوږنوونکې پېښه وه، په‌کار ده چې په‌دې قضیه کې د یوې ښځې په ډول له هغې سره د شوي تاوتریخوالي ټول اړخونه په پام کې ونیول شي. دا خبره لږه نوره هم واضحه کوو، که دا کوم نارینه وی؛ ښایي داسې عمل ورسره نه وی شوی، دا چې فرخنده یوه ښځه وه، ځکه په دومره زړورتیا او جسارت د ناپوهو کسانو د برید ښکار او په ناوړه توګه ووژل شوه. که د قضیې دا اړخ جوت او په ډاګه شي؛ دا به ټولو هغو کسانو ته عبرت وي چې لا هم ښځو سره د تاوتریخوالي سوچ او فکر لري. ځکه موږ په داسې یوه ټولنه کې اوسو چې ډېرې داسې کورنۍ او نارینه شته چې ښځې سره تاوتریخوالی او د هغو د ژوند اخیستل ورته هیڅ هم نه ښکاري او ښځو سره تاوتریخوالی ورته نارینتوب او میړانه ښکاري او ویاړ پرې کوي، په‌دې قضیه کې د ښځیتوب عنصر ته پام وشيي؛ دابه ددغه ذهنیت په مهارلو کې ډېره مرسته وکړي.

دا یو داسې فرصت دی چې دولت او دولتی بنسټونه کولای شی له‌دې نه د عدالت د پلي کولو د یوې غوره بېلګې په توګه یادونه وکړي او د محاکمې دا بهیر او بیا د هغې له خوا صادر شوي احکام تر هرې ممکنې لارې د ټولو تر غوږونو ورسوي چې په راتلونکي کې د ورته پېښو مخه نیول شوې وي .

لنډ لیکلی پیغامونو : ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

غږیز پیغام:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

فیسبوک: www.facebook.com/salamwatandar1/