چهارشنبه / ١٣٩٧ / وږی - ٢٨ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ١٩

فساد څه ته وایي؟ او فساد یوازې اداري دی که نور ډولونه هم لري ؟

١٥ ورۍ ١٣٩٦ 




ملګرو ملتونو د رڼښت سازمان په خپل کلني راپور کې اعلان کړی، چې که څه هم په افغانستان کې د اداري فساد کچه ټيټه شوې، خو په اقتصادي او نورو برخو کې په ښه وضعیت کې قرار نه‌لري.

ددغه سازمان په بیلا بیلو هېوادونو کې د اقتصاد او فساد په تړوا په ۲۰۱۶ زیږدیز کال د جنورۍ په ۲۵ نیټه خپل کلنۍ راپور خپور کړ.

په راپور کې ۱۷۶ هېوادونه په بیلا بیلو برخو کې درجه بندي شوي، چې افغانستان په ۲۰۱۶ زیږدزیز کال کې د ۱۵ امتیازونو په ترلاسه کولو سره ۱۶۹ ځای ونیولو.

 په ۲۰۱۵ زیږدیز کال افغانستان د ۱۶۶ هېوادونو له ډلې ۱۶۸م په فساد ککړ هېواد وو.

په اداري فساد ککړ هېوادونو نوملړ د ملګرو ملتونو د رڼښت سازمان هر هېواد له‌پاره امتیاز ځانګړی کړی، چې د سلو امتیازو ترلاسه کولو سره له فساد پاک هېواد ګڼل کیږي.

تاسې هم کولی شئ، چې په‌دې پته زموږ سره په اړیکه کې شئ او خپل نظر راسره شریک کړئ.

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm