دوشنبه / ١٣٩٧ / تله - ٢ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٤

څنګه د ټاکنیزو اصلاحاتو د نظام پر وړاندې له موجودو ستونزو تېر شو؟

١٧ زمری ١٣٩٥ 




د سلام‌وطندار راډیو درنو اورېدونکیو سلامونه او نیکې هیلې مې ومنئ! هیله ده، ټول روغ او جوړ ووسئ او دا مهال د نوي لید خپرونې اورېدونکي واوسئ، چې زه جمیله ظریف يې درته وړاندې کوم.

درنو دوستانو! د نوي لید په تېره خپرونه کې مو د کورني نظم د قانون په هکله خبرې وکړې؛ خو په نننی خپرونه کې يوه بله نوې موضوع راخلو.

مدني پیغام:

د سلام‌وطندار خوږو اورېدونکیو او د نوي لید خپرونې درنو مینه‌والو بیا هم ښه راغلاست.

آیا کولی شو د ټاکنو په برخه کې پرتو ستونزو ته یوه قانوني او حقوقي حل‌لاره پيدا کړو؟ څنګه کولی شو د ټاکنو په برخه کې سم او قانوني اصلاحات رامنځ ته کړو؟ دا د کومو ارګانونونو او بنسټونو دنده ده چې د ټاکنو په برخه کې پرتو ستونزو ته یوه د حل اساسي او سمه لاره پيدا کړي؟ دا او دیته ورته نورې پوښتنې دي، چې د نوي لید په نننی خپرونه کې به خبرې ورباندې وشي‌، خو مخکې تر هغې به له ځېنو ولایتونو نه د نننی خپرونې په هکله د سلام وطندار راډيو د څو تنو اوریدنکیو نظریات واورو.

واکس:-

 

۱:- څنګه کولی شو د ټاکنیزو سمونونو د نظام پر وړاندې له موجودو ستونزو تېر شو؟

۲:- د ټاکنیزو سمونونو کمېسیون د کار د بېرته پیل له پاره باید څوګ لومړی ګام واخلي حکومت که پارلمان؟

۳:- د دې ستونزې د حل له پاره څه کول په کار دي؟

۴:- اصلاً ولې پارلمان دوه ځلې د ټاکنو د سمونونو په برخه کې د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ؟

۵:- څه فکر کوئ چې پارلمان باید څه کړي وی؟

۶:- بلاخره باید د ټاکنو د سمون له پاره څه وشي؟

۷:- د ملي یووالي حکومت د مشرانو وحدت او اتفاق څومره د ټاکنو د سمون په برخه کې رول لري؟

۸:- د ټاکنیزو سمونونو د قانون په هکله حکومت او پارلمان ته ستاسو پیغام څه دی؟

 

د سلام‌وطندار راډیو درنو اوریدونکیو! ډېره مننه چې د خپرونې تر پایه مو زمونږ ملتیا وکړه، د نوي لید خپرونې په دې برخه کې به په تېره یوه اوونی کې د مدني ټولنو د وروستیو فعالیتونو په هکله د مدني ټولنو دغه رپوټ واورو.

درنو اوریدونکیو! بیا هم ښه راغلاست! اوس به هم د هغو دوستانو نظریات درته ولولم، چې د فیسبوک ټولنیزې شبکې په پاڼه یې د نوي لید د نننۍ خپرونې په هکله لیکلي دي.

 

سوګند رادمنش لیکلي، که د ټاکنیزو سمونونو کمېسیون د ټاکنو په برخه کې اصلاحات راولي؛ نو ډېره ښه ده، چې د کار موده یې وغځېږي.

عصمت لیکلي، د حکومت مشرانو ته په کار ده، چې په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستو له پاره د ټاکنو په خپلواک کمېسیون او نورو اړوندو ادارو کې مسلکي کسان په کار وګوماري.

هوسۍ کاږلي، که د ټاکنیزو سمونونو کمېسیون په سمه توګه کار وکړي؛ ښه ده، چې کار یې دوام وکړي، چې په راتلونکې کې په ټاکنو کې د فساد او درغلیو مخه ونیسي او د خلکو د رایو په سر معاملې ونه شي.

د نوي لید خپرونې په اړه نور نظریات لیکلي او تر دې دمه شاوخوا ۸۰۰ کسانو دا خپرونه خوښه کړې؛ خو د وخت د کمښت له امله نه شو کولی، چې د ټولو نظریات ولولو. ان شا‌ءلله په بله خپرونه کې به يې ولولو.

درنو دوستانو! بیا هم ستاسو د ښو او نیکو نظریاتو په تمه یو.

که د نوي لید خپرونې په هکله کوم وړاندیز او یا نیوکه لرﺉ؛ نو  ۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئ او خپل لنډ پیغام موږ ته پرېږدﺉ، ستاسو پیغام به ستاسو په خپل غږ کې خپور شي.

همدا راز، تاسې کولی شی چې شمیرې ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴ ته لنډ لیکلی پیغام واستوﺉ او که انترنټ ته لاس رسی لرﺉ؛ نو موږ ته بریښنالیک یا ایمیل راولیږی.

زمونږ د ایمیل پته ده:

[email protected]

په فېسبوک کې هم د نوي لید خپرونه د سلام وطندار په پته پیدا کولی شئ:

www.facebook.com/salamwatandar