يک‌شنبه / ١٣٩٧ / تله - ١ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٣

د ښې حکومتولۍ د پلي کولو په برخه کې د ملي یووال حکومت ستونزې

١٦ زمری ١٣٩٥ 




مدني ټولنه په اصل کې متمدنې ټولنې ته وایي چې پراختیا، وده او پرمختګ د مدني ټولنو د کار مهمې برخې دي.

مدني تولنې هڅې کوي، چې د ټولنې په اقتصادي، ټولنیز، فرهنګي، علمي او سیاسي ژوند کې د فکري ودې زمینه برابره کړي.

مدني ټولنه، پر د قانون او پرنیسپ پر اساس رامنځته شوې د تفکر او تعقل ټولنه ده، چې تل د بشري ټولنو ننګونو او ناخوالو پر وړاندې د قانون په چوکاټ کې عمل کوي او مدني ټولنې ته وده ورکوي او له هغې نه ملاتړ د ملت جوړونې له پاره یو اساسي ګام بلل کېږي.

له مدني ټولنې سره همغږي او ملتیا، په انساني ژوند کې انساني پوهې او بشري عقلانیت ته پر ډول ـ ډول ننګونو لومړیتوب لري او مدني ټولنه په ټولنه کې بنسټیز سمون رامنځ ته کوي.

مدنې ټولنې کوښښ کوي، چې د ټولنې د پوهاوي کچه لوړه کړې، د ټولنې په هره برخه کې د تمدن، فرهنګ ته لاره پرانیزي.

مدنې شبکې او ټولنې هڅه کوي، چې په ټولنیز جوړښت کې د قانون او بشرې حقونو رعایت  ته لار هواره کړي.

ښه حکومت د یو هېواد د امنیت، پرمختیا، د خلکو تر منځ د ښو اړیکو، زده کړې، روغتیا، کرنیزې انکشاف او له ګاونډیانو سره د مناسبو سیاسي او هر اړخیزو اړزیکو ساتلو باندې ټینګار کوي او دا مهمې برخې ګڼي، چې دا بیا په نړیواله کچه ښه حکومت د ملي او نړیوالو اړیکو او پرېکړو په نیولو کې خورا لوی او مهم رول لوبولی شي.

خو دغه اړیکې څنګه رامنځ ته کېدی شي؟

 یو هېواد څنګه کولی شي، چې له سیالانو سره سیال شي؟

د افغانستان د ملي یووالي حکومت څومره توانېدلی، چې دغه اړیکې پراخې کړي؟

ښه حکومتولي رامنځته کړي یا یې پلي کړي او د پلي کولو په برخه کې دغه حکومت له کومو ستونزو سره مخ دی؟ دا او دې ته ورته نورې پوښتنې دي، چې د نوي لید په ننني خپرونه کې به د درنو مېلمنو په مرسته ځواب شي.

د مشرانو جرګې غړې رڼا ترین، خان آغا احمدزی او زمان امرخېل د خپرونې مېلمانه دي.

 

۱:- ښه حکومتولي څه ته وایي؟

۲:ـ د ملي یووالي حکومت په تېر یو کال کې د ښې حکومتولۍ په تامین کې څومره کار کړی؟

۳:- د ملي وحدت حکومت په تېر یو کال کې د ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو په برخه کې څه کړي؟

۴:- د ښې حکومتولۍ د تامینولو په برخه کې د ملي وحدت حکومت ستونزې څه دي؟

۵:- څه شي د ښې حکومتولۍ د رامنځته کېدو په برخه کې مرسته کولی شي؟

۶:- کوم خنډونه په یو هېواد کې د ښې حکومتولی د رامنځته کېدو مخه نیسي؟

۷:-  د یوې قوي سیاسي ارادې لرل د ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو په برخه کې څه رول لوبولی شي؟

۸:- ویل کېږي چې د ملي یووالي حکومت مشران په خپل منځ کې ستونزې لري او توافق ته نه رسېږي؛ دا مسله څومره د ښې حکومتولۍ په تامینولو کې رول لري؟

۹:- بالاخره باید د ښې حکومتولی له پاره څه وشي، وړاندیزونه مو څه دي؟

د سلام وطندار راډیو درنو اوریدونکو! ډېره مننه چې د خپرونې تر پایه مو زموږ ملتیا وکړه!

 

اوس به هم راشو د هغو دوستانو نظریاتو ته چې د فیسبوک ټولنیزې شبکې په پاڼه یې د دې خپرونې په هکله خپل وړاندیزونه لیکلي دي.

جمعه دار زلمي لیکلي:

د ملي یووالي حکومت به هلته د ښی حکومتولۍ له پاره کار وکړی شي، چې کار اهل کار ته وسپاري، چې متاسفانه دوی هېڅکله دا کار نه دی کړی او نه به یې وکړي؛ دا ځکه چې بیا د دوی شخصي ګټې له لاسه وځي؛ نو تاسو قضاوت وکړئ، چې دوی به څنګه او څه وخت د ښې حکومتولۍ له پاره کار وکړي.

 

 هوسۍ اندړ لیکي:

نه دوی د هېواد د راتلونکي له پاره مشخصه استراتیژي لري او نه یې هم د ښې حکومتولۍ له پاره کومه ښه پالیسي ترتیب کړې. کله چې هدف مشخص نه وي او هدف ته د رسېدو له پاره ځانګړې ستراتیژي ترتیب نه شي او د ښه مدیریت له پاره کمزویانې په قوت بدلې نه شي؛ نو څنګه به دا اراده موجود شي، چې دوی ښې حکومتولۍ رامنځ ته کړي.

 

نوري عیاض نوري کاږلي دي:

لعنت دې په داسې فاسد حکومت شي، چې سر او پښې نه لري شمشېرزن په کې نه دی معلوم ټول په یوه بیه دي.

 

رفیع الله وفا لیکلي:

حالاتو ته په کتو سره یې ډېر کار کړی، په اقتصادي برخه کې يې ډېر کار کړی؛ خو د امنیت له پاره یې لږ کار کړی، ان شاءالله چې په دې برخه کې به هم کار وشي.

محمد جان وفا کاږي:

 نه څه یې کړي، ټولو خپلې کورنۍ په نورو هېوادونو کې کېنولي او دلته یې د خلکو ژوند خراب کړی، موږ نور د دوی حکومت نه غواړو.

ډېرو نورو دوستانو هم د نوي لید خپرونې په هکله خپل نظریات لیکلي او شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو دا خپرونه خوښه کړې؛ خو د وخت د کمښت له امله نه شو کولی چې د ټولو دوستانو نظریات ولولو.

 درنو اورېدونکیو! بیا هم ستاسو د ښو او نیکو نظریاتو په تمه یو. که د نوي لید خپرونې په هکله کوم وړاندیز او یا نیوکه لرﺉ؛ نو ۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئ او خپل لنډ پیغام موږ ته پرېږدﺉ، ستاسو پیغام به ستاسو په خپل غږ کې خپور شي.

همدا راز، تاسې کولی شی چې ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴ شمېرې ته لنډ لیکلی پیغام واستوﺉ او که انترنېټ ته لاس رسی لرﺉ؛ نو موږ ته برېښنالیک یا ایمیل راولېږئ.

 

زموږ د ایمیل پته ده:

[email protected]

 

په فېسبوک کې هم د نوي لید خپرونه د سلام وطندار په پته پیدا کولی شئ:

 

www.facebook.com/salamwatandar