يک‌شنبه / ١٣٩٧ / تله - ١ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٣

د بشري مرستو په رسولو کې د مدني ټولنو رول

١٦ زمری ١٣٩٥ 




 د بشري مرستو په رسولو کې د مدني ټولنو ونډه

پراختیا، وده، پرمختګ او ترقي د مدني ټولنو د کار مهمې برخې دي.

مدني ټولنې په حقیقت کې هڅه کوي، چې د ټولنې په اقتصادي، ټولنیز، فرهنګي، علمي او سیاسي ژوند کې د فکري ودې زمینه برابره کړي.

مدني ټولنه، پر قانون ولاړه، د تفکر او تعقل ټولنه ده چې تل د بشري ټولنو ننګونو او ناخوالو پر وړاندې د قانون په چوکاټ کې عمل کوي او مدني ټولنې ته وده ورکول او له هغې نه ملاتړ د ملت جوړونې له پاره یو اساسي ګام بلل کېږي.  

له مدني ټولنې سره همغږي او ملتیا، په انساني ژوند کې انساني پوهه او بشري عقلانیت پر ډول ـ ډول ننګونو کې لومړیتوب لري او په ټولنه کې بنسټیز سمون رامنځ ته کوي.   

مدنې ټولنې هڅه کوي، چې د  ټولنې د پوهاوي کچه لوړه کړي، د ټولنې په هره برخه کې تمدن، فرهنګ او پراختیا رامنځته کړي.

د سلام وطندار راډیو درنو اورېدونکیو جمیله ظریف یم، «د نوي لید» خپرونې يوې بلې برخې ته مو هرکلی کوم!

هیله ده، ټول روغ به یئ او د نوي لید تېرې ټولې خپرونې مو اورېدلې وي او دا مهال د نوي لید خپرونې د یوې برخې اورېدونکي واوسئ!

درنو اورېدونکیو! د نوي لید په نننۍ خپرونه کې به د بشري مرستو په رسولو کې د مدني ټولنې د رول په هکله خبرې وکړو. دا چې مدني ټولنې د بشري مرستو په رسولو کې څه رول لري، څه یې کړي او څه کولی شي؟

خو مخکې له دې چې د مدني ټولنو د فعالانو، د چارو کارپوهانو او نظر خاوندانو په مرسته د خپرونې د موضوع په هکله نور درسره شریک کړو، په دې برخه کې به په ځېنو ولایتونو کې د موضوع اړوند د مدني ټولنو د ځېنو فعالانو نظریات واورو.

 د سلام وطندار راډیو درنو اورېدونکیو او د نوي لید خپرونې درنو مینه والو یو ځل بیا هم ښه راغلاست.

د بشري مرستو په رسولو کې مو د مدني ټولنو د رول په هکله له ځېنو ولایتونو نه د مدني ټولو د څو تنو فعالانو نظریات واورېدل اوس به راشو د خپرونې موضوع ته.

بشري مرستې څه ته وایي؟

ټولې هغه مرستې چې په ناورینونو، ستونزو، له کړاوونو ډکو او بدو ورځو کې په هغو خلکو ووېشل شي، چې هغوی د یوې طبیعي یا غیرطبیعي پېښې یا یوې ستونزې قرباني شوي وي؛ نو دې ډول مرستو ته  بشري مرستې ویلی شو.

په افغانستان کې له تېرو شاوخوا دیارلسو کلونو راهیسې اکثره افغانان په بېلابېلو ولایتونو او بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي، چې له دوی سره د مرستو رسولو په برخه کې ملي او نړیوالو ادارو مرسته کړي؛ خو دا چې دا مرستې په سمه توګه خلکو باندې وېشل شوي او که نه او په دې برخه کې مدني ټولنې څه رول لري؛ په نننۍ خپرونه کې به په همدې مسله خبرې وکړو.

خو دا چې په افغانستان کې بشري مرستې څه ډول په اغېزمنو کورنیو وېشل کېږي؛ دا به د رفاه عامه موسسې مشر انجنینر ستار راته ووایي.

د طبیعي پېښو د قربانیانو تر څنګ فقر یو بل لوی ناورین دی چې د ګڼو افغانانو لمن یې نیولې ده، فقر په افغانستان کې ډېر عام شوی دی، فقر له نابرابرۍ سره ډېر نږدې تړاو لري او ډېر ځله فقر له احساس سره ملګرې وي، که له دغو عواملو سره شخړې هم یو ځای شي؛ نو د فقر محوه‌کول په یو لوی ګواښ بدلېږي.

په افغانستان کې هم همدغه حالت جاري دی، ځکه په دې هېواد کې هم فقر او د هغه بې شمېره پایلو د میلیونونو افغانانو ژوند له لوی ګواښ سره مخ کړی دی؛ خو ایا د دې ستونزې له منځه وړل د چا دنده ده او څوک کولی شي، چې له دې خلکو سره د مرستو رسولو په برخه کې مهم رول ولوبوي؟

مدني فعال سید خالد سادات وایي، د دولت تر څنګ د مدني ټولنې دنده ده، چې د بشري مرستو په رسولو کې برخه واخلي.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې مدني ټولنې څنګه کولی شي، د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول ولوبوي یانې په دې برخه کې څه رول لري؟

یو ځل بیا هم د رفاه عامه موسسې مشر انجینیر ستار وایي، د دې تر څنګ چې مدني ټولنې د بشري مرستو په رسولو کې د څارونکي رول لري اړو کسانو او کورنیو ته د دې مرستو په وېشلو کې هم مهم رول لوبولی شي. 

افغانستان ته له تېرو شاوخوا دیارلسو کلونو راهیسې د نړیوالې ټولنې او د بشري مرستو ملي او نړیوالو ادارو او بنسټونو له خوا میلیونونه ډالره راغلل چې په اړو کسانو او کورنیو ووېشل شي؛ خو ایا دا مرستې په سمه توګه په اړو کورنیو او کسانو وېشل شوې دي؟

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر دایم کاکړ وایي، له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې دغې ادارې هڅه کړې، چې د نړیوالې ټولنې او د بشري مرستو د ملي او نړیوالو ادارو له‌خوا شوې مرستې په سمه توګه په اړو کورنیو او کسانو ووېشي.

دایم کاکړ زیاتوي، دوی هڅه کړې، چې له دې ادارې سره د اړو کورنیو او کسانو په نوم شوې مرستې په سمه توګه په خلکو ووېشي؛ خو د هغه په خبره، دا مرستې کافي نه دي او باید چې نړیواله ټولنه او د بشري مرستو ټولنې او بنسټونه په دې برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي.

درنو اورېدونکیو! تاسو له سلام‌وطندار راډیو نه د نوي لید خپرونه اورئ!

درنو دوستانو دا چې مدني ټولنې د بشري مرستو په رسولو کې څه ونډه لري؛ له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر وایي، چې مدني ټولنې په دې برخه کې ډېر مهم رول لري او دغو ټولنو تل د طبیعي پېښو او نورو حالاتو کې له دولت سره مرسته کړې، چې بشري مرستې په سمه توګه په خلکو ووېشل شي.

خو دا چې د دې مرستو رسولو بهیر څومره شفاف دی او دا مرستې څه ډول وېشل کېږي، د رفاه عامه موسسې مشر انجینیر ستار وايي، په دې برخه کې ستونزې شته او لکه څنګه چې لازمه ده، دغه مرستې په اړو کورنیو او کسانو نه دي وېشل شوي.

د سلام وطندار راډیو درنو اورېدونکیو او د نوي لید خپرونې درنو مینه والو!

تر دې دمه مو د بشري مرستو رسولو د بهیر، د دې بهیر په برخه کې د فساد او د دې مرستو په رسولو کې د مدني ټولنو د رول په هکله واورېدل. اوس به راشو دې ته چې د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې د فساد له منځه وړل د چا دنده ده؟

د پوهنتون استاد او مدني فعال سید خالد سادات هم ټینګار کوي، چې د بشري مرستو رسولو په برخه کې فساد شته او د دې فساد له منځه وړل یوازې د دولت او یا کومې ځانګړې ادارې دنده نه ده، بلکې د بشري مرستو د رسولو له پاره په کار ده، چې ټول ملت سره همغږی شي او د فساد د مخنیوي له پاره کار وکړي او یوازې په اړو کورنیو او کسانو مرستې ووېشي.

د سلام‌وطندار راډیو خوږو اورېدونکیو! ډېره مننه چې د خپرونې تر پایه مو زموږ ملتیا وکړه.

که د نوي لید خپرونې په هکله کوم وړاندیز او یا نیوکه لرﺉ؛ نو ۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئ او خپل لنډ پیغام موږ ته پرېږدﺉ، ستاسو پیغام به ستاسو په خپل غږ کې خپور شي.

همدا راز، تاسې کولی شئ چې ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴ شمېرې ته لنډ لیکلی پیغام واستوﺉ او که انترنېټ ته لاس رسئ لرﺉ؛ نو موږ ته برېښنالیک یا ایمیل راولېږئ.

زموږ د برېښنالیک پته ده:

[email protected]

په فېسبوک کې هم د نوي لید خپرونه د سلام وطندار په پته پیدا کولی شئ:

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm