دوشنبه / ١٣٩٧ / تله - ٢ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٤

د ملي وحدت حکومت د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې څومره بریالی دی؟

١٤ مرغومی ١٣٩٤ 




له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مسوولان وایي، سره له دې چې د ملي یووالي حکومت د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې ډېر کارونه کړي او په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنېهم لري، خو پر خبره یې، لا هم په دې برخه کې هڅې کوي. د دوی پر وینا، د ملي یووالي حکومت هڅه کوي، چې په هېواد کې د اداري فساد کچه ډېره راټیټه کړي. خو بل خوا بیا د مدني ټولنو یو شمېر فعالان د ملي یووالي پر حکومت نیوکې کوي، چې د اداری فساد د له منځه وړلو په برخه کې په جدي توګه کار نه کوي. دوی وایي، د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې ډېرې ژمنې وکړې، شعارونه یې ورکول، چې د اداري فساد د له منځه وړلو له پاره به جدي کار کوي، خو وروسته یې هغه ژمنې عملي نه کړې. 

د غږیز پیغام شمېره:۰۷۹۶۳۰۸۰۰۰

لنډ لیکلی پیغام په دې شمېره پرېږدئ:   ۰۷۹۶۸۰۴۸۰۴

فیسبوک:  facebook.com/sw989.fm