پنج‌شنبه / ١٣٩٧ / وږی - ٢٩ / ٢٠١٨ کال / سپتمبر - ٢٠

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون

١٤ مرغومی ١٣٩٤ 




په دې خپرونه کې مو د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون په هکله خبرې کړي، چې څومره توانېدلی د ټاکنو په برخه کې اصلاحات راولي؟ د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون مسوولان وایي، چې دغه کمېسیون لا تر اوسه خپل منځ کې اختلافات لري او نه دي توانېدلي، چې په سمه توګه خپل کار پیل کړي. په ورته وخت کې د هغو مدني ټولنو فعالان، چې د ټاکنو په برخه کې کار کوي؛ د ټاکنیزو اصلاحاتو پر کمېسیون او افغان حکومت نیوکه کوي، چې دواړه د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون په کار کې ستونزې پيدا کوي. دغه ټولنې، وایي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کميسیون باید ژرتر ژره خپل کار پیل کړي، چې د ټاکنو په برخه کې اصلاحات راشي