Wednesday, Sep 08th

Last update10:15:47 AM GMT

You are here::

د پاڼی بل مخ

په خوښیو او ودونو کې ډیر مصرف او لوړ ولور ځوانان دناورینونو سره مخ کړي دي

ایمیل چاپ کردن PDF

په هیواد کې  دعلم دکمښت له امله خلک اوس هم دسیمیزو ناوړه دودونو په لومو کې ګیر دي  چې یو هم له هغې  نه دخپلوۍ پروخت زیات مصارف او لوړ ولور دی.articles

کله چې کوژده کیږي نو که یو لورې ته د جینۍ دکورنۍ له خوا دهلک په کور دشیرین خورۍ روسومات کیښودل کیږي ، نو بل لورې ته په خپله دهلک کورنۍ هم اړه ده چې ترڅو دکوژدې پرمهال  خپل دودونه وپالي، داهغه دودونه دي چې له پوخوا راهیسې  په سیمو کې  یې خلک پالي  ، اوس چې یو خوا خلک دبې کارۍ سره مخ دي او بل لورې ته  مصارف لوړ شوي دي  نو زیاتره ځوانان یې له امله دډیرو بدو ناورینونو سره مخ کیږی چې په هغې کې په کاچاکي لارو بهرنیو هیوادونو ته تګ  هم دی  چې زیاتره وخت د سفر پروخت دمرګ دبلا ښکارشي په دې اړه مو له څو تنو نه  وپوښتل هغوی دایو غټ مشکل په افغانستان کې ځوانانو دپاره وګڼانه.

شفیع الله دغزنی ولایت وسیدونکی وایې چې زمونږ په سیمه کې دشپږ و نه تر اته لکو پورې ولور اخیستل کیږی چې زیاتره خلک یې  توان هم نه لري خو داچې اوس یو دود دی نو ځوانان مجبور دي چې په کاچاکي لاره نورو هیوادونو ته دګټې دپاره لاړ شي او داسې لوړ دپوره کولو دپاره هلته مزدوري وکړي.

[ زمونږ سیمه کې دکوژدې او واده په  اړه ډیر ناوړه دودونه رواج لري دډیر ولور سره په خوا کې دجینۍ دکورنۍ له خوا دهلک په کورنۍ نور هم ډیرڅه ږدي چې دزوم  کورنۍ مجبوره ده هغه ورته پوره کړي]

عبدالرحمان هم  دې ستونزې ته په اشارې سره واي چې زمونږ په سیمه کې واده دوه درې څلور ورځې  وي چې ډیر مصارف په کې کیږي [ کله چې هلک ته کوژده وکړي نو یو خوا پرې ډیر ولور کیدي  بل خوا په خپله دوي هم ډير مصارف کوي زمونږ سیمه کې څو ورځې  دواده مراسم وي کور کې ، چې هغه خلک چې وس نه لري ډیر و بدو پایلو سره مخ شي]
وحیدالله دقرباغ ولسوالۍ اوسیدونکي وایې چې دا په خپله دلور سره هم زیاتی دی چې  په زوم دومره  ولور کیدي [ کله چې زمونږ سیمه کې لور خور له چانه څوک دڅوی دپاره غواړي نو دلور دپلار له خوا ورته دومره ولور وټاکل شی چې  دزوم ټول ژوند خراب کړي بیښی داسې وي لکه چې څوک موټر یا مال خرڅوي ]

دخلکو په نظر په واده کې ډیر مصرف او لوړ ولور دجینې او هلک دپاره  دغزت خبره ده دهغې جینۍ  خلک ډیر قدر کوي چې زیات ولور پرې اخیستل شوی وي خو بیا ځنې یې وایې چې  دجینې دکورنۍ له خوا دزوم نه لوړ ولور اخیستل ددې لامل کیږي چې راتلونکي کې نه یواځې داچې  جینۍ ژوند خراب شي بلکې ددواړو کورنیو ترمنځ هم  خوابدي رامنځ ته شي ،
په دې اړه مو له مولي غزیز الله مجاهد صیب نه وپوښتل چې په ودونو او خوښیو کې ډیر مصرف او دلوړ ولور په اړه اسلام څه وایې هغه داسې ځواب راکوي.


اسلام دامن سولې او اسانتیا دين دی کله هم په خپلو مننو کو داسې  احکام نه ږدي چې خلک یې توان نه لري دواده پروخت  دودونه  او یاهم لوړ ولور دا خپله دخلکو له خوا رامنځ  ته شوي دي هغه رواجونه او دودونه چې داسلامی احکاماتو سره اړخ نه لږوی دهغې ترسره کولو باندې خلک دخداۍ په نزد مجرمین دي  ،
داقتصادي مشکلاتو له کبله ورځ په ورځ په هیواد کې دولور کچه لوړيږی چې دځوانانو او پیغلو دژوند دخوښیو دپاره یو ستر ګواښ دی.

دکورنیو دمشرانو له کورنی واک نه ناوړه استفاده کول

ایمیل چاپ کردن PDF

په زیاتره کورنیو کې دکور ټول واک دکور دمشر په لاس کې وی چې ځینې  مشران ترې ناسمه استفاده کویاو نه پرېږدی چې په کورنیو مسلو کې نور څوک کار ولری.

خو داچې دا ډول کړنې څه ډول پایلې لري ؟ په دې اړه  یو شمېر کسان خپل سوچ او آند داسې څرګندوي.   
نوم  مې ریاض احمد دی ، دننګرهار ولایت دکامې ولسوالۍ وسیدونکی یم ، داسې خو په هرکور کې یو مشر وی چې هغه دکورنی کارونو دتنظیم له پاره کار کوي که څه هم دده نیت ډیر ښه وی خو دکړنو په پایله کې یې دکورنې له پاره ډیر مشکلات رامنځ ته   او دکورنې غړی سره پاشل کیږی او نورې ډیرې ناخوالې هم رامنځ ته کیږي ، ځکه  چې ځینې مشران دکور کشران هیڅ خوښې ته نه پریږدي.
دپکتیاولایت اوسیدونکی  ظفرخان منګل وايي  زما په نظر دا کار ښه نه دی په کور کې باید په هرکار کې له ټولو سره سلا مشوره وشی، که داسې ونه شي روسته روسته بیا ددوی ترمنځ مشکلات رامنځ ته کیږی ، دغه کار سم نه دی ځکه چې ښې پایلې نه لری.

دننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ وسیدونکی ضیاالله وايي ډیرې داسې پیښې ددوی په سیمه کې پیښې شوی دی چې کله دکورنی یو مشر دکور دهرې مسلې او هرې پرېکړې واک په خپل لاس کې نیولی دی نو حتما یې کورنۍ دمشکلاتو سره مخ شوی ده ځکه چې دکور مشر د کور له  نورو غړو سره په مقابله کې ولاړ وی.

دهمدې موضع په اړه  د ټولنیزو چارو څېړونکی او ننګرهار  پوهنتون استاد پوهاند بشیر دودیال وايي ښايي د کورمشر دغه کار په ښه نیت کوي خو هغه پر دې نه پوهیږې چې زیاتره وخت یې د کړنې له کبله کورنې ډیرو مشکلاتو سره مخ کیږی لومړی دا چې دکورنۍ زیاتره غړی په روانی ناروغیو اخته کیږی اوبله داچې دیو بل ترمنځ بې باوری او بې اعتمادی رامنځ ته کیږی هرانسان دخپل ژوند په اړه د پرېکړې حق لری اوباید پر هره اساسې او حساسې موضوع د کورله هر غړی سره مشوره وشی نو هله به ددوی کور ډیرو مشکلاتوته د حل لاره ومومی.

د ښاغلي دودیال آند: ریښتیا هم پر هره موضوع دکورنې مشر ډېرټینګار او په هرځای کې د خپلې خبرې تحمیل ددې لامل ګرځي  چې کورنۍ له ستونزو سره مخ کړی نو پکار داده چې دکورنې مشر له خپلو کشرانو سره په هره پرېکړه کې سلا مشوره وکړي.